هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت د ګرمسیر ولسوالۍ په صفار فوټبال لوبغالي کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د منصوري او اتحاد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د یو- یو ګول په ترسره کولو سره مساوي پای ته ورسېده.
ټاکل شوې چې یادې سیالۍ به ۲۵ ورځې دوام وکړي.