هلمند؛ په خانشين ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د خانشين ولسوالۍ په شيباري لوبغالي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اتحاد لوبډلې په بريا پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې اتحاد لوبډلې سيالې افغان لوبډلې ته د ۰/۱ گول په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا دوې اوونۍ دوام وکړي.