کندز؛ علي اباد ولسوالۍ په ۳ ورزشي لوبغالو کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ټورنمنټ پای ته ورسېد
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د کرکټ فدراسیون له خوا او د علي اباد ولسوالۍ د ورزشې کمېټې په همغږۍ په دې ولسوالۍ کې د غوره لوبغاړو او منتخبې لوبډلې د موندلو په پار په درېوو ورزشي لوبغالو کې د کرکټ یو ټورنمټ چې د روانې میاشتې پر ۱۲مه پیل شوی و؛ نن د زلمي افغان لوبډلې په بریا پای ته ورسېد.
د دې سیالیو پایلوبه د زلمي افغان او سوپر افغان لوبډلو ترمنځ وشوه، چې زلمي افغان لوبډلې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکلو اتو اورنو کې د ۱۳۵ منډو هدف کېښود، چې سوپر افغان لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ونه توانېده چې ټاکلي هدف ته ځان ورسوي.
د دې ټورنمنټ غوره لوبغاړی نورالله بلوچ ونومول شو.
د یاد ټورنمنټ په پای کې غوره لوبغاړو او لوبډلو ته کپونه او مډالونه هم ورکړل شول.
