په کابل کې د میرویس خان جام د بوکسنګ شپږم پړاو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۴ - ۹:۲۰
په کابل کې د میرویس خان جام د بوکسنګ شپږم پړاو سیالۍ ترسره شوې

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند بوکسنګ تمریناتي ځای کې د هوتکو ټولنې له لوري د ۱۵ کلبونو د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د میرویس خان جام د بوکسنګ شپږم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې د کابل د ۱۲ کلبونو ترڅنګ د ننګرهار ولایت د درې کلبونو ۲۵ ورزشکارانو هم پکې ګډون کړی درلود، د پای په مراسمو کې یې د بوکسینګ فدراسیون مسؤلینو، د هوتکو ټولنې استازو، ورزشکارانو او ګڼو مینوالو هم ګډون کړی و.

یادې سیالۍ د هوتکو ټولنې د بوکسنګ کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ په درېیو کټګوریو نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په مختلفو وزنونو کې ترسره شوې او موخه یې د بوکسنګ په برخه کې د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول، د بوکسنګ ورزش وده او د غوره ورزشکارانو موندل وو.

د یادونې وړ ده چې د دغو سیالیو د پای په مراسمو کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۵۱
Background image

آغاز مسابقات فوتسال زون شمال شرق در ولایت بغلان

مسابقات فوتسال زون شمال‌شرق کشور با اشتراک سه تیم ولایات بغلان، کندز و تخار از سوی نمایدگی فدراسیون فوتبال در هماهنگی با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت بغلان، با حضور مسوولان این ولایت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۱۳
Background image

رهبری اداره ورزش کشور با دژان ددویچ، نامزد سرمربی جدید تیم ملی فوتسال افغانستان دیدار کرد

رهبری ریاست عمومی المپیک، تربیت بدنی و ورزش کشور با دژان ددویچ، نامزد سرمربی جدید تیم ملی فوتسال افغانستان، و هیئت همراه وی در نشستی ویژه دیدار کرده و پیرامون برنامه‌ها، اهداف و طرح‌های. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۷
Background image

آغاز رقابت‌های والیبال میان ۲۱ تیم در کنر

رقابت‌های والیبال میان ۲۱ تیم از سوی آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت کنر، در قریه دم شهر اسعد آباد مرکز این ولایت آغاز شد و ۲۰ روز ادامه خواهد داشت.

در بازی نخست این رقابت‌ها، تیم نوآباد. . .

BACK TO NEWS