هلمند؛ سنګين ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د سنګين ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې تنها اتلانو لوبډلې په ټاکلو شپږو اورونو کې يې خپلې سيالې آزاد ځوانانو لوبډلې ته د ۸۸ منډو هدف وټاکه، په ځواب آزاد ځوانانو لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۷۴ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۴ منډو په توپير وبايلله.
دا سيالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو او يووالي په موخه ترسره کېږي، چې ۸ ورځې به دوام وکړي.
