هلمند؛ نوزاد ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د سمون لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې سمون لوبډلې د ۲ پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې شمشاد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
