کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ٤٠ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ٤٠ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې دوه آخراولاقه اعلان شول، چې لومړی یې نورمحمد پهلوان او دویم آخرلاق بیا محمد حکیم پهلوان د حلال تر دایرې ورسول او د سیالۍ ګټونکي شول.
