ننګرهار کې د پنځو زونونو ترمنځ د بيسبال سيالۍ پيل شوې
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بيسبال ملي فدراسیون له لوري د ننګرهار ولايت په کوربتوب د پنځو زونونو لوبډلو ترمنځ د بيسبال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې سپين غر لوبډلې خپلې سيالې بست لوبډلې ته د ۷-۴ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
د ويلو ده، چې د دغو سياليو موخه ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل او په هېواد کې د بيسبال ورزش وده ښودل شوې ده.
