کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال آقتپې سیمه کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د حميدالله سردش لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې حميدالله سردش لوبډلې خپلې سيالې حميدالله لوبډلې ته د ۳۱-۲۵ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
