هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د پاک افغان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې پاک افغان لوبډلې د ۲ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې خراسان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې ۱۴ ورځې یې دوام وکړ.
