هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د هلمند مدني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې هلمند مدني لوبډلې د ٣ پر ٢ ګولونو په توپیر خپلې سیالې همت ارمان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
