ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې شاوخوا ۲۰ ورځې يې دوام وکړ د کوټ سيد احمد خېلو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کوټ سيد احمد خېلو لوبډلې خپلې سيالې د ۳-۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
