زابل؛ مرکز قلات ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو پایلوبه د ګیلان الف او ترنک الف لوبډلو ترمنځ د یو- یو ګول په وهلو سره مساوي پای ته ورسېده.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ.
