لغمان؛ بادپښ ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بادپښ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکت سیالۍ د شاه ګیلان اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې شاه ګیلان اتلانو لوبډلې له خپل ۱۲۸ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۲۳ منډو په توپیر یې خپلې سیالې اندروړ شاه زلمیانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ.
