زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د محمدزي او فیروزي لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې یې محمدزي لوبډلې لومړی مقام خپل کړ.
