هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پیروزي لوبډلې د ۵ پر ۲ ګولونو په توپیر خپلې سیالې روشن لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
