میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ پیل شوې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ پیل شوې، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې الماس امید وطن لوبډلې د ۳ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې متحد سنګلاخ لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
