هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو د پیل په مراسمو کې د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ او ورسره مل پلاوي ګډون کړی و.
دغو سیالیو کې له پنځو کلبونو څخه ۸۰ ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پای کې اته تنه د هلمند ولایت د تکواندو ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.
