پکتیا؛ لجه منګل ولسوالۍ کې د ۷۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په لجه منګل ولسوالۍ کې د ۷۲ لوبډلو تر منځ د والیبال سیالۍ د منګل منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې د منګل منتخبې لوبډلې د ۳ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې قول اردو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
دا سیالۍ د سیمې د خلکو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو او د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ.
