ميدان وردگ؛ جلگه ولسوالۍ کې د واليبال اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې
د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جلگه (دايميرداد) ولسوالۍ کې د ۳۹ لوبډلو ترمنځ د "جلگه زرين" په نوم د واليبال اختريزې سيالۍ د کابل اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې کابل اتحاد لوبډلې خپلې سيالې چنگه اتحاد لوبډلې ته د ۲ پر ۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سیالۍ د نېکمرغه لوی اختر لمانځلو او واليبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه وشوې، چې ۶ ورځې يې دوام وکړ
