د هرات ايثار لوبډلې د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليگ سياليو اتلولي وګټله

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۱۱
د هرات ايثار لوبډلې د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليگ سياليو اتلولي وګټله

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال ملي کمېټې له لوري د هېواد د ۶ لوبډلو ترمنځ «د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليګ، لومړی پړاو» چې اته ورځې وړاندې پيل شوی و، نن د ايثار هرات لوبډلې په اتلولۍ او د کابل نسيم ايف . سي لوبډلې په دويم مقام ګټلو پای ته ورسېد.

په دې سياليو کې د کابل نسيم ايف. سي، د پروان شاهين، د بغلان يووالي، د نيمروز شيک پوشان، د بلخ ياران عمر او د هرات ايثار لوبډلو ګډون کړی و او د ليګ په بڼه ترسره شو، چې په پايله کې يې د هرات ايثار لوبډلې د ۱۳ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام، د کابل نسيم ايف . سي لوبډلې له ۱۰ نمرو سره دويم مقام او د پروان شاهين لوبډلې بیا د ۷ نمرو په ترلاسه کولو سره درېيم مقام خپل کړ.

د دې ليګ وروستۍ لوبه د کابل نسيم ايف. سي او د پروان شاهين لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د کابل نسيم ايف. سي لوبډلې وکولی شول خپلې سیالې لوبډلې ته د ۷ - ۴ ګولونو په توپیر ماته ورکړي او بريا خپله کړي.

دغه راز، د دې سیالیو په پايله کې د هرات ايثار لوبډلې سلمان جغفري غوره کول ساتونکی، د دې لوبډلې صادق فقيري بهترين ګول‌وهونکی او د کابل نسيم ايف سي لوبډلې نعمت اميري بیا د دې ليګ بهترين لوبغاړي وټاکل شول.

هېره دې نه وي، چې یاد ليګ په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان فوټسال غوره ليگ ته، د دوو غوره لوبډلو موندلو او د فوټسال د ودې په موخه پيل شوی و، چې په پايله کې يې د هرات ايثار او د کابل نسيم ايف سي لوبډلو وکولی شول د افغانستان فوټسال غوره لیګ ته لار ومومي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۱:۵۴
Background image

مسابقات کورش با اشتراک ۴۰ ورزشکار در ولسوالی بلخاب ولایت سرپل برگزار گردید

رقابت‌های کورش از طرف نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت سرپل میان چهل ورزشکار از مربوطات مرکز و قریه جات ولسوالی بلخاب برای مدت یک روز دایر گردید.

در. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۳:۲۰
Background image

دیدار حافظ احمدجان زدران معاون فنی و مسلکی اداره ورزش کشور با مسوولان کمپنی مربیاز

حافظ احمدجان زدران معاون فنی و مسلکی ریاست عمومی المپیک، تربیت بدنی و ورزش کشور، در یک دیدار با مسوولان کمپنی مربیاز؛ از سرمایه‌گذاران داخلی کشور، پیرامون گسترش همکاری‌ها در بخش ساخت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۳۰
Background image

برگزاری رقابت‌های پهلوانی میان سه ولایت در ننگرهار

رقابت‌های پهلوانی میان ۸۵ پهلوان سه ولایت، از سوی ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت ننگرهار، در شهر جلال‌آباد مرکز این ولایت برگزار شد.

در رقابت‌ها پهلوانان ولایت‌های ننگرهار، کنر و لغمان. . .

BACK TO NEWS