کندز کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند دورې لاندې ورزشي لوبغالي کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۲۵ پهلوانانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
