د دودیزې غیږ نیونې بین المللي سیالۍ، دویمه ورځ.
د نندارچیانو شمېر له زرګونو اوښتی، د ٢٥٠٠ کسیز جمنازیوم تر څنګ یو بل جمنازیوم هم له نندارچیانو د ډکېدو په حال کې دی، چې نندارچیان دا لوبې د لوی نصب شوي سکرین په پرده ګوري. د نندارچیانو دا ګڼه ګوڼه دا ښيي چې زموږ خلک لا هم له خپل ملي او کلتوري ورزش سره څومره مینه لري.
له شورو او جذبو ډکې لوبې؛ کابل نن یو بل متفاوت رنګ لري.
