هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند فوټبال فدراسیون او فوټسال کمېټې د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه مرکزي جمنازیوم کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې.
ددغه سيالۍ چې يوه مياشت يې دوام وکړ، په پايلوبه کې د قيس غني او سباوون هاشمي لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه، چې په پايله کې له غوره لوبې وروسته په يوه ګول مساوي پای ته ورسېده؛ خو قيس غني لوبډلې د څلورو زياتو امتيازونو په درلودو سره د يادو سياليو اتلولي وګټله.
