پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې خپلواک لوبډلې د څلورو ویکټو په زیان د خپلې سیالې رئیس لوبډلې د ۱۲۶ منډو هدف ترلاسه کړ او د شپږو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.
