پکتیکا؛ سروبۍ ولسوالۍ کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سروبي ولسوالۍ کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د لانجه خېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د طاووس خېلو او لانجه خېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه لانجه خېلو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٢ اورونو کې یې د اوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٩٠ منډو هدف وټاکه. طاووس خېلو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اتو ویکټو په زیان ١٥٠ منډې وکړې او د ٣٩ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ١٤ ورځې یې دوام وکړ.
