کندز کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې آزادې سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو پايله کې ۲۵ تنو پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د چمتو شويو ډاليو گټونکي شول.
د يادو سياليو موخه د پهلوانانو ذهني او جسمي وړتياوو لوړول او ښاريانو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
