کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۵۰ زرو امریکایي ډالرو په ارزښت د فټنس او بدن ښکلا کلب پرانیستل شو
د کندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د معتصم بالله نبي زاده له لوري د نبی زاده په نوم د ۱۵۰ زرو امریکایي ډالرو په ارزښت د فټنس او بدن ښکلا کلب پرانیستل شو.
د يادونې وړ ده چې دغه ورزشي کلب پر يو وخت د ۱۵۰ ورزشکارانو د تمرين ظرفيت لري او په دې سره به په امام صاحب ولسوالۍ کې تر ډېره د ورزشکارانو ستونزې حل کړي.
