ننګرهار؛ پچیراګام ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۱:۴۴
ننګرهار؛ پچیراګام ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پچیراګام ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د پاس صبر B او پاس صبر C ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه پاس صبر C لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه. چې په ټاکلو ١٢ اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٥١ منډو هدف وټاکه. پاس صبر B لوبډلې ټاکلی هدف د نهو ویکټو په زیان د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د یوې ویکټې په توپیر یې د سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۲۰:۳۰
Background image

دعوت نامه مطبوعاتی!

دعوت نامه مطبوعاتی!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۲۰:۲۸
Background image

مسابقات لیگ برتر فوتبال ساحلی کابل میان هفت تیم آغاز شد

مسابقات لیگ برتر فوتبال ساحلی شهر کابل با اشتراک هفت تیم، از سوی کمیته فوتبال ساحلی فدراسیون ملی فوتبال، با همکاری ریاست عمومی المپیک، تربیت بدنی و ورزش کشور، راه‌اندازی گردید. این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۷:۳۵
Background image

کابل؛ نمایش‌های گوناگون ورزشی در ليسه عالی حبيبه برگزار شد

نمایش‌های گوناگون ورزشی به مناسبت استقلال هشت ثور از اتحاد جماهير شوروی با اشتراک ۸۰ ورزشکار در رشته های مختلف ورزشی از سوی ریاست توسعه‌ ورزش ها در مدارس‌، مکاتب و پوهنتون ها در همکاری. . .

BACK TO NEWS