ارزگان؛ ګیزاب ولسوالۍ کې د اووه لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د ارزگان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګیزاب ولسوالۍ کې د اووه لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د نیک اباد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه کې نېک اباد لوبډلې د ٣ پر ٢ میدانونو په توپیر خپلې سيالې امید لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوې وې، چې ١٥ ورځې یې دوام وکړ.
