ننگرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د مومندرې ولسوالۍ په تورخم ښارگوټي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ هېواد ته د مهاجرينو د ښه راغلاست په مناسبت د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د تورخم سټار او ايمان دوست لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه تورخم سټار لوبډلې په وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۰۰ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې ايمان دوست لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۸۸ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۲ منډو په توپير وبايلله.
د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا يوه مياشت دوام وکړي.