خوست؛ تڼیو ولسوالۍ کې د ۶۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د ۶۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د نبي ورغه لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د نبي ورغه او پنزايي وحدت لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت کې له ګول وهلو پرته مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټیو کې نبي ورغه لوبډلې د ۴ پر ۳ ګولونو په توپیر خپلې سیالې پنزايي وحدت لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ.