خوست: د خپل وطن ګل وطن تر نوم لاندې د کبډي مسابقات پای ته ورسېدل۔
خوست: د خپل وطن ګل وطن تر نوم لاندې د کبډي مسابقات پای ته ورسېدل۔
دغه مسابقات ،چې دخوست ولایت څلور پیاوړي ټیمونه پکې برخه لرله، پرون پای ته ورسېد۔
په دې مسابقاتو کې افغان کلب او تڼیوال پارک کلب پای لوبې ته ځانونه رسولي وو، چې افغان کلب وکولای شول ،چې پای لوبه په خپل نوم کړي دوهم مقام ټڼیوال کلپ او دریم مقام صوفي کلب ترلاسه کړ.
ددې سیالیو له پاره خوست ورزشي امریت یو سیټ کپونه ، (۳۰) اعلی درجه مډالونه او (۳۰) ستاینلیکونه برابر کړي وو،چې مستحقو لوبډلو او لوبغاړو ته ووېشل شول.
همدا راز د ورزشی آمر د خوست والی او نورو چارواکو او مسوولینو مننه وکر چی د دی سیالیو مرسته کری دی۔
