پکتيکا؛ مټا خان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۹:۱۲
پکتيکا؛ مټا خان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مټا خان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې د اکبر ديگان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د اکبر ديگان او عبدالوهاب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه عبدالوهاب لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو شپږو اورونو کې يې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته د ۷۸ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې اکبر ديگان لوبډلې ياد هدف د لوبې په پنځم اور کې ترلاسه کړ او لوبې يې د اتو ویکټو په توپير وگټله.

د ويلو وړ ده، چې د دغو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول وو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

 

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۶
Background image

مسابقات منتخب موی تای در بلخ برگزار شد

نمایندگی فدراسیون موی تای در هماهنگی با ریاست تربیت بدنی و ورزش بلخ رقابت‌های منتخب این رشته را میان ۲۴۵ ورزشکار از ۱۵ ولایت در جمنازیوم ورزشی احمدی برگزار شد.

ورزشکاران شرکت کننده در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۳۸
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

BACK TO NEWS