ننګرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د زربچې اتلان او قلعه جات سټارز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه زربچې اتلانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د اوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١١٧ منډو هدف وټاکه. قلعه جات سټارز لوبډلې ټاکلی هدف د دوو ویکټو په زيان د لوبې په نهم اور کې ترلاسه کړ او د اتو ویکټو په توپیر یې د سیالیو لومړۍ لوبه وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه پیل شوې دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.