لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار په هرمل کلي کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د هرمل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې هرمل لوبډلې د ۳ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې هجرت سېلاب لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ له نشه يي توکو څخه د ځوانانو د لرې والي په موخه ترسره شوې، چې ۲۱ ورځې یې دوام وکړ.