محمد نبي او راشد خان د کرېکټ نړۍوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې په خپلو لومړيو مقامونو پاتې شول
د کرېکټ نړۍوالې شورا د یو ورځنیو لوبو په تازه درجه بندۍ کې، محمد نبي د ټولچارو(الروانډرانو) او راشد خان د توپ اچوونکو په ډلبندیو کې په خپلو لومړیو مقامونو پاتې شول. چې د ټولچارو ډلبندۍ کې عظمت الله عمرزی درېیم او راشد خان پنځم مقامونه کې پاتې دي.
د یادونې وړ ده، چې د کرېکټ نړۍواله شورا دا ډول ډلبندي د لوبغاړو په وروستیو لوبو کې د ښې لوبې کولو پر اساس کوي.