کونړ؛ په نورگل ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د صاحب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ د نورگل ولسوالۍ په برپټن سيمه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې ۱۵ ورځې مخکې پيل شوې وې د صاحب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د صاحب او نورالاحد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې صاحب لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو شپږو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۵۸ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې نورالاحد لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره يواځې ۴۲ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۸ منډو په توپير وبايلله.