روسي ليسينوس د نښې ويشتلو نړيوال فدراسیون د رئیس په توګه وټاکل شو
![روسي ليسينوس د نښې ويشتلو نړيوال فدراسیون د رئیس په توګه وټاکل شو](/sites/default/files/2022-12/5d0c2f3f-fa44-4ade-9c9f-5366580fcd2e_0.jpg)
د نښې ويشتلو نړيوال فدراسیون د مشر ټاکلو اويايمې مجموعې په ټاکنو کې روسي ليسينوس د دې فدراسیون د نوي مشر په توګه وټاکل شو.
په هغه ناسته کې چې د مصر په شرم الشيخ ښار کې وشوه د ١٤٤ هېوادونو د نښې ويشتلو فدراسیونونو استازو پکې ګډون درلود چې ايټالوي روسي ليسينوس د "٥١.٧٥" رايو په ترلاسه کولو سره د څلور کلونو لپاره د نښې ويشتلو نړیوال فدراسیون د رئیس په توګه غوره شو.
په دغو ټاکنو کې د دې فدراسیون پخوانى مشر ويلاديمېر ليسي هم نوماند و خو نوموړي د "٤٨" رايو په ترلاسه کولو سره ونه توانېد چې د رياست چوکۍ له ځان سره وساتي.
په دې ناسته کې د افغانستان په استازيتوب د نښې ويشتلو فدراسیون سکرتر جنرال نعمت الله رحيمي ګډون کړى دى.
دغه ناسته د پنځو لويو وچو غړو هېوادونو د ټولو فدراسيونونو په ګډون د دې رشتې نړيوال فدراسیون رئیس، د اجرائیه بورډ غړو، مرستيالانو، د روزونکو کمېټې مسوولینو، داورانو او د دريو واړو سبکونو رئیسانو د ټاکلو په موخه دوام لري.
ټاکل شوې چې د دې ناستې په ترڅ کې به د دې ورزشي رشتې د اجرائیه بورډ غړو، مرستيالانو، د روزونکو کمېټې مسوولینو، داورنو او د دريو وادو سبکونو رئيسانو د ټاکلو په هم ټاکنې وشي.
د يادولو ده چې د دې مجموعې لومړى پړاو په ١٩٠٧ ميلادي کال کې ترسره شو چې په هرو څلورو کلونو کې ترسره کيږي چې هر غړى هېواد د يوې رايې د کارولو حق لري.
تر دې وړاندې دا ناسته د المان هېواد په مونيخ ښار کې ترسره شوې وه.
افغانستان په ٢٠١٦ کال کې د نښې ويستلو نړيوال سازمان غړيتوب ترلاسه کړ.