خوست: د پاورلفټینګ رشتې انتخابي لوبی ترسره شوی

Anonymous (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۹ - ۸:۴۱
خوست: د پاورلفټینګ رشتې انتخابي مسابقات ترسره شول

خوست: د پاورلفټینګ رشتې انتخابي لوبی ترسره شوی

8/8/1400

تېره ورځ د ا ا ا دخوست ولایت ورزشي آمریت اړوند دپاورلفټینګ رشتې له خوا د خوست ولایت په کچه د پیاوړو لوبغاړو ترمنځ انتخابي لوبی ترسره شوی.

 

په دې لوبو کې دخوست ولایت څخه ۱۲۰ لوبغاړو برخه اخیستې وه او ترڅنګ یې دخوست ولایت ورزشي آمر عزیزالرحمن ملنګ، د افغانستان دپاورلفټینګ عمومي فدراسیون دلوبو مسؤول شاپور طوطاخېل، د خوست ولایت د پاورلفټینګ مسؤول فیض محمد ګلابدوست، د پنجشیر ولایت دپاورلفټینګ مسؤول خواجه میر مجاهد، د کابل ولایت د پاورلفټینګ مسؤول ذبیح الله، د کاپیسا ولایت دپاورلفټینګ مسؤول کبیر فقیري ، د پروان ولایت د پاورلفټینګ مسؤول وزیر سخي زاده ، لوبغاړو او د ورزش مینه والو برخه اخیستې وه.

 

دمراسمو په پیل کې دخوست ولایت ورزشي آمر عزیزالرحمن ملنګ خبرې وکړې ، نوموړي وویل ،چې ډېر د خوښۍ ځای دی ،چې هره ورځ د ورزشي پروګرامونو پرانیسته کوو، چې په ترڅ کې یې دادی نن ورځ د پاورلفټینګ رشتې انتخابي لوبی ترسره کیږي.

 

همداشان ملنګ د افغانستان داسلامي امارت له ټولو لوړ پوړو چارواکو مننه وکړه،چې ورزش ته خاصه توجه کوی او راغلو مېلمونو ته یې ښه راغلاست ووایه.

 

ملنګ وویل موږ په خپل پلان کې بریالي یو ،چې په ولایتي کچه دمختلفو رشتو مسابقات دلته برابروو او پلان لرو ، چې په ورته ډول نوری لوبی هم برابری کړو.

 

له ملنګ وروسته د همدې رشتې مسؤول فیض محمد ګلاب دوست خبرې وکړې ، نوموړي هم وویل ،چې موږ دا لوبی د پیاوړو لوبغاړو دموندلو په موخه برابروواو خوښ یو ،چې په دومره ډېر تعداد سره لوبغاړي په دې لوبو کې برخه راسره اخلي .

 

ورپسې د افغانستان د پاورلفټینګ دعمومي فدراسیون دلوبو مسؤول شاپور طوطاخېل خبرې وکړې ، نوموړي هم خوښي څرګنده کړه ،چې په خوست ولایت کې په دومره لوړ معیار لوبی ترسره کیږي او موږ هم پیاوړو لوبغاړو ته دملي لوبډلې له پاره ضرورت لرو، چې په ملي لوبډله کې پیاوړي لوبغاړي ولرو او همدا رنګه مېلمنو مننه وکړه ،چې ښه لوبی برابر شوي او ښه مېلمنه پالنه یې شوې او خوست ولایت یې د ورزش په ډګر کې یو سرلاری ولایت یاد کړ.

 

له ویناوو وروسته د مینې او ورورۍ په فضا کې دلیدونکو د چکچکو او ګرمو ولولو په اظهار سره ترسره شوی، چې په مختلفو وزنونو کې مختلفو لوبغاړو اول دویم او دریم مقامونه خپل کړل او هم ددې مسابقاتو عمومي قهرماني واحد الله امانزوی ترلاسه کړه ،چې په مجموعي ډول یې (۶۵۰) کیلو ګرام وزن پورته کړاو احسان الله دویم مقام خپل کړ.

 

په پای کې په راغلو مېلمنو د ورزشي آمریت له لوري ستاینلیکونه او د پښتني دود له مخې د پارولفټینګ فدراسیون له خوا لنګۍ وربه سر کړل شوې او هم په بریالیو لوبغاړو د اتلولی حکمونه او مډالونه ووېشل شول .

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۲
Background image

دعوت نامه ای مطبوعاتی!

دعوت نامه ای مطبوعاتی!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۱
Background image

‏سمینار داوری والیبال در پنجشیر برگزار شد

‏نمایندگی فدراسیون والیبال در هماهنگی با آمریت تربیت بدنی و ورزش پنجشیر سمینار داوری را برای ۱۲ تن از داور این رشته برگزار نمودند.

این سمینار که توسطه استاد عزیز احمد نبیل مسول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۰
Background image

فاریاب؛ پایان رقابت های تنس روی میز با اشتراک ۴۰ تن در شهر میمنه

رقابت‌های تنس روی میز با اشتراک ۴۰ تن از سوی نمایندگی فدارسیون این رشته در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت فاریاب، در مرکز شهر میمنه به پایان رسید.

در این رقابت‌ها، آرش پاک. . .

BACK TO NEWS