جوزجان ؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۴۰ پهلوانانو خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه ملي او دودیزو لوبو ته وده ورکول و، چې یوه شپه یې دوام وکړ.