بهامین رحیمی د هیواد د پاور لفټنګ ملی ټیم غړی د سپورټ اداری مشرتابه لخوا وستایل شو .
بهامین رحیمی د هیواد د پاور لفټنګ ملی ټیم غړی د سپورټ اداری مشرتابه لخوا وستایل شو بهامین رحیمي په 75 کیلو ګرام وزن کی د پاورلفټنګ استازي چې د اروپا آزادو سیالیو کی یې ګډون درلود د بلاروس ، آذربایجان او روسیې لوبغاړی را مات کړی او د درې سرو زرو مډالونو سیښن شو داکتر حفیظ الله ولي رحیمي د بدنی روزنې او سپورټ لوی رییس ، د المپیک کمیټی منتخب مشر د دی بریا مبارکي نوموړی لوبغاړی ته د ویلو تر څنګ هغه ته یې د لا بریاو هیله وکړه په دی لوبو کي 700 لوبغاړو د اروپایی هیوادونو ګډون درلود چې د اګست په 6-9 نیټه د مسکو په کوربتوپ ترسره شوې
