هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د آريانا اتلانو او ریګستان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه آریانا اتلانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٢ اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٧٣ منډو هدف وټاکه.
ریګستان لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ١١٣ منډې وکړې او لوبه یې د ۵۹ منډو په توپیر آريانا اتلانو لوبډلې ته وبایلله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي چې ١۵ ورځې به دوام وکړي.