ميدان وردگ کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچوونې سيالۍ ترسره شوې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه د واليبال سيالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې ماهر خان لومړی، جواد دويم او سميع الله بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.
د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.