بلخ؛ په دولت اباد ولسوالۍ کې د ۷۸ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې د ۷۸ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.
د يادو سياليو په پايله کې د ميدان حکم له لوري دوه اخرالاقه اعلان شول، چې لومړی اخرالاق نجيب الله پهلوان او دويم اخرالاق بيا عبيد الله پهلوان تر ټاکلې دايرې ورساوه او د سياليو گټونکي شول.
د یادولو وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه راتلونکي سياليو لپاره د چاپندازانو لا ښه چمتو والی وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.