هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري او د نور سخي شرکت په مالي ملاتړ د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ستاره هلمند او هېواد افغان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې ستاره هلمند لوبډلې د ۱۲ پر ۴ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د یادو سیالیو لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.
دا سیالۍ د سیمې د واناو لپاره د سالمې تفرېح د برابرولو په موخه پیل شوي دي، چې دوې اووني به دوام وکړي.