خوست کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د متون اتفاق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۷:۲۶
خوست کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د متون اتفاق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز متون ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د خپل متون گل متون په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې، د متون اتفاق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د متون اتفاق او سيال کلب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې متون اتفاق لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۰۷ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې سيال کلب لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يواځې ۸۶ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۱ منډو په توپير وبايلله.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۳۸
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

 

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۳۲
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۲۸
Background image

غور؛ لیگ دسته یک فوتبال ولسوالی دولینه آغاز شد

رقابت های لیگ دسته یک فوتبال ولسوالی دولینه با اشتراک ۱۱ تیم از سوی نمایندگی فدراسیون این رشته در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت غور، در ولسوالی دولینه آغاز شد.

در بازی. . .

BACK TO NEWS