افغان فوټسال ملي لوبډلې په کانټينټال جام سياليو کې د برونزو مډال وگاټه

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۹:۲۷
افغان فوټسال ملي لوبډلې په کانټينټال جام سياليو کې د برونزو مډال وگاټه

د هېواد فوټسال ملي لوبډلې په کانټينټال پنځه اړخيزه جام سياليو کې له ټايلنډ لوبډلې څخه د ۲ پر ۱ گولونو په توپير ماتې وخوړه او په يادو سياليو کې يې درېيم مقام او د برونزو مډال وگاټه.

د کانټينټال پنځه اړخيزه جام سيالۍ د افغانستان، نيوزيلنډ، کويټ، ګواتيمالا او ټايلنډ لوبډلو ترمنځ يوه اوونۍ مخکې د ټايلنډ هېواد په بانکوک ښار کې پيل شوې وې، چې د جام په وروستۍ لوبه کې ټايلنډ لوبډلې سيالې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغو سياليو اتلولي يې خپله کړه.

په دغو سياليو کې افغان ملي لوبډلې گواتيمالا ته ۵ پر ۴ او نيوزيلنډ ته يې ۵ پر ۱ گولونو په توپير ماتې ورکړې وې، خو کويټ څخه يې ۴ پر ۳ او له ټايلنډ څخه يې بيا ۲ پر ۱ گولونو په توپیر ماتې ومنلې.

ياده دې وي، چې د دغو سياليو موخه د‌ راتلونکي فوټسال نړيوال جام لپاره د لوبغاړو لا ښه چمتو والی وو.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۳۸
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

 

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۳۲
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۲۸
Background image

غور؛ لیگ دسته یک فوتبال ولسوالی دولینه آغاز شد

رقابت های لیگ دسته یک فوتبال ولسوالی دولینه با اشتراک ۱۱ تیم از سوی نمایندگی فدراسیون این رشته در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت غور، در ولسوالی دولینه آغاز شد.

در بازی. . .

BACK TO NEWS