زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د محلي غېږ نيونې سيالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري په مرکز قلات ښار کې د ۴۰ پهلوانانو ترمنځ د محلي غېږنیونې محلي سیالۍ ترسره شوې.
يادې سيالۍ د بازار او جهادي مدرسې د غېږ نيوونکو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې د جهادي مدرسې د غېږ نيوونکو په بريا پای ته ورسېدې.
په پای غوره غېږ نيوونکو او ځايي مشرانو ته د ياد امريت د مسوولينو له لوري ستاينليکونه ورکړل شول.
