هلمند؛ اتحاد لوبډلې د محمود سالار په نوم د فوټبال ناک اوټ سياليو اتلولي وگټله
د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خانشین ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د محمود سالار په نوم د فوټبال ناک اوټ سيالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې اتحاد لوبډلې سيالې محمدي لوبډلې ته د ۰/۱ گول په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا ۱۷ ورځې دوام وکړ.
